
کابل ټيليګراف (سلواغې 9مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو د خبرو اترو وروسته هوکړه شوې، چې له ۵ کلن ځنډ وروسته به یو ځل بیا د هند او چین ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.
دغه وزارت ویلي، دغه هوکړه په بیجنګ کې د هندوستان او چین هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدنه کې شوې ده.
د چین او هند تر منځ په شخړه ییزه سرحدي سیمه کې د ۲۰۲۰ کال له پوځي نښتو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.
له همدې امله په ۲۰۲۰ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ مستقیم هوايي خدمتونه وځنډول شول.