افغانستانخبرونه

طالبان: اروپايي ټولنه دې د نشه یي توکو په لمنځه وړلو کې د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي

طالبانو له اروپایي ټولنې غوښتي چې نشه یي توکو د روږدو کسانو په درمنلې او بزګرانو ته د بدیل کښت په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې وی رونیکا بوسویک پوهار سره لیدنه کړې او له نوموړې یې غوښتي چې اروپایي ټولنه دې د نشه یي توکو د لمنځه وړلو په برخه کې د د بدیل کښت، کاري زمینو برابرولو او په نشه د روږدو کسانو په درملنه کې دې ورسره مرسته وکړي.

مولوي کبیر په دغه لیدنه کې د اروپایي ټولنې مرستې اغیزناکې یادې کړي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکړی و چې افغانستان کې روان کال میلادي کال د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه لوړ شوی دی.