افغانستانخبرونه

شیر محمد عباس ستانکزی: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي باید موږ ته وسپارل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ د دوی حق دی او باید ورته وسپارل شي.

شېر محمد عباس ستانکزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، حکومت یې له هیڅ هیواد سره ستونزه نلري او د سولې ملاتړي دي، نو په دې اساس په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوی حق دی او باید ورته وسپارل شي.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم ټينګار کړی وو، چې دغه څوکۍ باید دغې ډلې ته ور وسپارل شي، چې له نړۍ سره نږدې اړېکې وپالي.

یاده دې وي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په دایمي استازولۍ د پخواني جهموري نظام له لورې ټاکل شوی استازی نصیر احمد فایق ناست دی او د افغانستان استازولي کوي.