د تیر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ریاض کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په ناسته کې د طالبانو نه وربلل ستایلي او دا کار یې د افغان ښځو حقونو ته درناوی یاد کړی.
تېره ورځ د اسلامي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان په په کوربتوب د منځني ختیځ د کړکیچ او سیمې هیوادونو پر روانو حالاتو یوه بیړنۍ غونډه کړې چې طالبانو ته پکې بلنه نه ورکړل شوې.
ښاغلي صالح په دغه غونډه کې د د طالبانو نه وربللو ته په غبرګون کې ویلي: «تاسو په ویاړ سره وښودله چې اخلاق، ارزښتونو او اصولو ته درناوی لرئ، تاسو په دې سره طالبانو ته وښودله چې په ۲۰۲۴ کال کې د دوی ظلم، په دورو وهل، ډله ييزې شکنجې، غلا او ورته نورې غیر اسلامي کړنې یې له شریعت سره برابرې نه دي.»
د اسلامي هیوادونو مشرانو په دغې غونډې کې پر غزې او لبنان د اسراییل لو لورې په غزې او لبنان کې د بریدونو د بندېدو او د د جګړو له امله د غزې خلکو د غرامت غوښتنه وکړه.