سينما

د کپیل په شو کې د قاضي په څوکۍ د سیدو ناستې ارچنا او مینه وال دواړه حیران کړل

د هندي پنجاب سیاستوال او پخوانی کرکټر نوجوت سینګ سیدو له پنځو کلونو وروسته د کامیډي شو کپیل شرما شو ته راستون شو.

د هندي رسنیو په وینا، د فلم او تلویزیون سټریمینګ پلیټ فارم Netflix کې  ’دی ګریټ انډین کپيل شو سیزن ۲‘ نوی پرومو په دې وروستیو کې خپره شوې، چې نوجوت سینګ سیدو پکې ګډون کوي.

سیدو پاجي په خپل انسټاګرام کې د دې نندارې یو پرومو شریکه کړې چې نوموړی د پروګرام د قاضي په څوکۍ ناست لیدل کیږي پداسې حال کې چې ارچناپورن سینګ اندیښمنه ښکاري.

په پرومو کې، کپیل شرما ټوکې کوي چې ارچنا پورن سینګ ځان د نوجوت سینګ سیدو غوندې بدله کړې، چې د کپیل شرما دې خبرې سره سیدو وایي چې هغه په ​​حقیقت کې نوجوت سینګ دی.

ارچناپورن سینګ ددې خبرې سره له کپیل غواړي چې مداخله وکړي او سیدو پاجي د قاضي لکه څوکۍ ښکته کړي.

په دغه پرورګام کې د هند پخوانی کرکټر هربجن سینګ لیدل کیږي او د سیدو په ملاتړ وایي چې هیڅ څوک نشي کولی چې له سیدو پاجي د قاضي څوکۍ تر لاسه کړي.

دا په حقیقت کې له ارچنا پورن سینګ سره یوازې ټوکې وي او سیدو په دغه پروګرام کې د خپلې مېرمنې سره د میلمه په توګه ګډون کړی وي.

د یادونې وړ ده چې نوجوت سینګ سیدو تر ۲۰۱۹ کال پورې د کپیل شرما شو کې د قاضي رول لوبولی و، چې وروسته یې پر ځای ارچناپورن سینګ وټاکل شو.