رویټرز راپور خپور کړی چې د اسرایلو هوایي ځواکونو په غزه کې یو ښوونځی په نښه کړی چې لس کسه یې وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي.
په دغه ښوونځي کې د د جګړو له امله بې ځایه شويو فلسطینیانو پنا اخیستې وه.
په راپور کې د غزې روغتیایي مسوولینو له قوله ویل شوي چې، ځینې کسان لا هم د ښوونځي تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي.
د دغو مسوولینو په خبره، غزه کې د جګړې له پیله تر دې دمه ۴۳ زره او ۷۹۹ تنه وژل شوي دي.
اسرایلي ځواکونو په دې ورستیو کې غزه، لبنان او سوریه د سختو بریدونو لاندې نیولي چې درانه مالي زیانونه ور اړولي.