خبرونهنړۍ

حزب الله د اسرائیلو پر پوځي اډو او د لومړي وزیر په استوګنځی توغندیز بریدونه کړي

راپورونه وايي، د لبنان وسله والې ډلې حزب الله د اسرائیلو پر پوځي اډو ۸۰ توغندیز بریدونه کړي او دغه راز يې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر استوګنځای باندې بمي برید ترسره کړی دی.

د اسرائیلو پوځ ویلي، حزب الله د شنبې په ورځ د د دغه هېواد د درېیم لوی ښار حیفا په شاوخوا کې پر څو اسرائیلي پوځي اډو شاوخوا ۸۰ توغندي وتوغول، چې یو یې له لبنان څخه شاوخوا پنځه کیلومتره لرې د شاما په سرحدي کلي کې د اسرائیلي ټانک په نښه کړ.

په ورته وخت کې، د اسرائیلو په شمالي ښار قیصریا کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د استوګنې په انګړ کې دوه لاسي بمونه وغورځول شول.

دا نه ده تائید شوې چې ایا هغه لاسي بمونه چې د نتانیاهو د استوګنې په انګړ کې غورځیدلي د حزب الله له وروستیو بریدونو سره تړاو لري.

د رویټرز په وینا، نتانیاهو او د هغه کورنۍ د پیښې په وخت کې په کور کې نه وو، او د کوم ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.

دا برید یوه میاشت وروسته له هغه وشو چې په همدې استوګنځي کې د بې پیلوټه الوتکې برید وشو، چې حزب الله یې پړه پر غاړه واخیسته.