افغانستانخبرونه

د طالبانو ستره محمکه: تخار کې دوه کسانو د غلا او لواطت په جرم ۳۹-۳۹ دورې سزا ورکړل شوه

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې دوه کسان یې په تخار کې د لواطت او غلا په جرم د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

دغې  محکمې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ ابتداییه محکمې نن دوه کسان د«لواطت او غلا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې ۳۹- ۳۹  دورې وهلي دي.

سترې محمکې ددغه مجرمینو هویت ندی ښکاره کړی.

د طالبانو بیا واک ته رسیدو سره په افغانستان کې د خلکو پر وړاندې بندي سزاوې زیاتې شوي چې د نړیوالو سخت غبرګونونه یې پارولي دي.