افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه: په ۱۰ میاشتو کې مو په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه میرمنو سره روغتیایي مرسته کړې

د ملګرو ملتونو وایي چې په تیرو لسو میاشتو کې ۳.۵ میلیونه امیداواره میرمنو سره روغتیایي مرسته کړې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې هغه میندواره ښځې او هغه ښځې چې تازه میندې شوي د اوسني ناورین له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.»

ددغه دارې ویلي چې دغه مرستې د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشتې د امریکا د نفوسو، کډوالو او پناه اخیستونکو چارو وزارت په مرسته شوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د لومړنیو تدابیرو د نه شتون او اختلالاتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.