د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرایلو له لورې په غزه کې د ابو عاصي په نوم ښوونځي او د اونروا په مرکزونو بریدونه په کلکو ټکو وغندل.
دغه وزارت د ملکي وګړو او د بشرپاله سازمانونو په نښه کولو سره مخالفت ښودلی او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دغو تېریو پر وړاندې خپل مسؤولیت ادا کړي.
د اسرایلو پوځ د تېرې شنبې په ماښام د غزې لویدیځ ساحلي کمپ کې د ابو عاصي په نوم پر یوه ښوونځي برید کړی و، چېرته چې سلګونه فلسطیني بې ځایه شوي کډوال مېشت وو. په دغه برید کې ۱۰ کسان وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان ول.