خبرونهنړۍ

سعودي عربستان: په ۲۰۲۴ کال کې له سلو زیات بهرنیان اعدام شوي

سږ ۲۰۲۴ کال په سعودي عربستان کې د درې افغانانو په ګډون ۱۰۱ کسان اعدام شوي چې اکثریت یې د مخدره موادو په جرم نیول شوي وو.

د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس د شمېرو له مخې تر دې دمه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰۱ تنه بهرنیان په دغه هېواد کې اعدام شوي دي.

په دغو اعدام شویو کسانو کې درې افغانان، ۲۱ پاکستاني وګړي، ۲۰ یمنيان، ۱۴ د سوریې اتباع، ۱۰ نایجریایي وګړي، نهه مصریان، اته اردني، اوه ایتوپیايي، درې د سعودي عربستان خپل اتباع، درې هندي او یو – یو سریلانکايي،‌ اریتریايي او فیلیپیني وګړي شامل دي.

له سوډان، هند او افغانستان څخه هم درې درې او له سريلانکا، اېريتريا او فليپين څخه يو يو تن اعدام شوي دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، دغه شمېر د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کالو په پرتله درې ځله ډېر دی.