د دوحې د سولې په توافقنامه کې د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې په اوکراین کې د روسیې لخوا د شمالي کوریا سرتیري ځای پر ځای کول د ناټو او لویدیځ له پاره ستر ګواښ دی.
زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکي، چې د امریکا د ګټو په پام کې نیولو سره یو مهم ګام دا دی، چې کییف ته وسلې ورکړل شي څو د شمالي کوریا سرتېري د روسیې په خاوره کې په نښه او له منځه یوسي.
زلمي خلیلزاد دغه راز زیاته کړې، چې د شمالي کوریا د سرتېرو له منځه وړل یوازې د اوکراین د ملاتړ لپاره نه، بلکې د ناټو او لوېدیځ پروړاندې د ګواښونو د کمولو په موخه اړین کار دی.
خلیلزاد زیاتوي، چې روسیې په دې وروستیو کې پر اوکراین بریدونه زیات کړي، څو د ژمي له سختېدو مخکې اوکراین تر دې زیات زیانمن کړي او د اوکراینیانو روحیه کمزورې کړي.