افغانستانخبرونهلوبې

افغان ستورو دویمه پرله‌پسې بریا هم خپله کړه!

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درې اړخيزه لوبلړۍ دويمه لوبه هم افغان ځوانانو له متحده عربي اماراتو په لوی توپير (۱۶۹منډو) وګټله.

په دويمه لوبه کې د افغانستان له نولس کلنو د کم عمر لرونکو ملي لوبډلې سيالې متحده عربي اماراتو لوبډلې پرېنښوده چې ۳۶۰ منډې پوره کړي او ټوله لوبډله يې په ۱۹۰ منډو کې اوټ کړه.

افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په تاوان سره سیالې لوبډلې ته د ۳۶۰ منډو هدف وټاکه چې د افغانستان په ګټه فیصل خان ۱۵۶، محبوب تسکین ۱۴۱ ناسوځېدلي او عزیر الله ۳۷ منډې جوړې کړې وې.

په دويمه پاڼۍ کې د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپ اچونه وکړه چې تر ټولو ښه توپ اچونه نظيف الله اميري وکړه او په ۶ اورونو کې يې د متحده عربي اماراتو ۲ لوبغاړي وسوځول او ۱۹ منډې يې ورکړې. عمرزي نورستاني په ۷ اورونو کې يې د مقابلې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول او ۳۴ منډې يې ورکړې، خاطر ستانکزي په ۷.۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، نصيرخان په ۱۰ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی يې وسوځاوه، عزيرالله نيازي په ۵ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې خو کوم لوبغاړی يې ونه سوځاوه.

باید وویل شي چې افغان ستورو له دې وړاندې د پاکستان لوبډله هم د ۱۰۰ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړې وه.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به خپله دریمه لوبه راتلونکې چهارشنبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.