د ایران حکومت تیره ورځ په بندر عباس زندان کې یو افغان د نشه یي توکو د قاچاق په جرم په دار ځړولی دی.
د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران حکومت یو افغان وګړی پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي د «نشهيي توکو د قاچاق» په تور اعدام کړی.
د بشر حقونو دغه سازمان وایي چې اعدام شوی کس خدای رحیم پوپلزی نومیږي چې ایراني چارواکو له اعدام وړاندې یې د هغه کورنۍ نه ده خبره کړې.
خدای رحیم پوپلزی د افغانستان د فراه ولایت د قلعه کاه ولسوالۍ اوسیدونکی وو چې دوه کاله وړاندې ایراني پولیسو د نشه یي توکو قاچاق په جرم ونیو.
تر اوسه پورې د دغه کس د اعدام په اړه د ایران حکومت او رسنیو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.