راپورونه وايي، له تېرو څو ورځو راهېسې د خیبر پښتونخوا په تيرا ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې ترسره شوي چې پرمهال ۸ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.
امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي چې د نومبر له ۱۷مې نېټې د تیرا په بېلابېلو ځايونو کې د وسله والو او پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي چې هره ورځ په کې پوځيانو ته مرګ ژوبلې اوړي.
د پاکستان پوځ په رسمي ډول تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.