تهران کې د طالبانو سفارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د آرزو خاوري، د هغې افغان زدهکوونکې پلار چې د ایران په ری ښار کې یې ځانوژنه کړې وه، د تسلیت ویلو لپاره یې سفارت ته ورغوښتی وه.
آرزو خاوري تېره اوونۍ د ښوونځي څخه د ایستلو د ګواښ په پایله کې ځانوژنه کړې وه..
د راپورونو له مخې، د تهران د کوثر ښوونځي مسوولینو آرزو خاوري د یونیفورم پر ځای د جین پتلون اغوستلو له امله له پوښتنو وروسته ګواښلې وه چې په پایله کې یې نوموړې ځانوژنه ته اړه شوې وه. .
د ایران کې د طالبانو سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د آرزو خاوري د پلار غوښتنې ته په پام سره، د کوربه هېواد له اړوندو قضایي ادارو سره د قضیې په اړه دوسیه پرانیستل شوې ده.
سفارت همداراز ادعا کړې چې د ارزو پلار ته د تسلیت ویلو تر څنګ یې د مالي مرستې ژمنه کړې او د ایران له اړوندو ادارو سره د دې قضیې د تعقیب لپاره همکارۍ ته دوام ورکوي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو فشارونه په هغوی کې د ځانوژنې تمایلات زیات کړي دي.