افغانستانخبرونه

طالبان وایي له ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس، راپور ورکړی چې د سې شنبې په ورځ ۳۲۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

طالبانو ویلي چې دغه کورنۍ د کندهار، ننګرهار، نیمروز او هرات د پولو له لارې هېواد ته راننوتې دي.

راپور زیاتوي چې د دغو کورنیې یې د مرستې لپاره کورنیو او نړیوال مرستندویه بنسټونه ته ورپېژندلي، څو ورسره د اړتیا وړ مرستې وکړي.

څارونکي بنسټونه وايي چې افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو د اجباري راستنېدو وروسته د سرپناه او اساسي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.