افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د نادرکه شوي پخواني کاناډایي سرتیري په اړه اندېښنې

د کاناډا د پخوانیو سرتېرو د ملاتړ شبکې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، په کابل کې د کاناډا د پخواني افسر ډیوید لوري د لادرکه کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دغه شبکه وایي «په داسې حساس وخت کې د هر ډول شک کول ممکن بې ګټې وي خو ښايي‌ډیویډ لوري د طالبانو له لوري نیول شوی وي.» 

لوري د نومبر په ۱۱مه نېټه، د کابل له هوايي ډګر څخه لادرکه شوی دی.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویاند برتني فلچر تېره جمعه رسنیو ته منلې وه چې په افغانستان کې یو کاناډايي وګړی نادرکه شوی دی. 

نوموړي ویلي وه « کاناډایي چارواکي حالت له نږدې څاري او د یو شمېر امنیتي اندېښنو له امله په دې اړه نور معلومات نشو شریکولی.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو هم ویلي وه چې، د کاناډا حکومت د طالبانو له لوري د ډیویډ لوري د احتمالي نیولو په اړه په پوره جدیت پلټنې کوي خو د طالبانو حکومت له کاناډا سره هیڅ ډول رسمي اړیکې نه لري.

نوموړي په برازیل کې د اسیا او اقیانوسیه د اقتصادي همکاریو په غونډه کې په همدې اړه د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وه «موږ دا موضوع په ډېر، ډېر جدیت سره څارو»

ډیویډ لوري چې افغانستان یې خپل دویم کور باله په کاناډا کې یوه امنیتي کمپنۍ لري او په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یې د افغان کورنیو په تخلیه کې مرسته کړې وه.