افغانستانخبرونهسیمه

طالب سفير: عوامي نېشنل ګوند دې د طالبانو او پاکستان په اړيکو کې مثبت کردار ادا کړي.

په پاکستان کې د طالبانو سفیر له ایمل ولي خان سره لیدلي
په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د دغه هېواد د عوامي ملي ګوند له مشر او د سنا مجلس له غړي ایمل ولي خان سره لیدلي.
په پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي، دا لیدنه نن د سفارت په مقام کې شوې ده.
‏لیدنه کې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول تجارت او د تورخم او نورو دروازو خلاصون، د خلکو ترمنځ تګ راتګ، شته ستونزو او فرصتونو په اړه مفصل بحث وشو.

طالب سفير د عوامي نشنل ګوند له مشر نه غوښتنه وکړه چې د طالبانو او پاکستان په اړيکو او د سوداګريزو لارو په پرانستلو کې مثبت کردار ادا کړي.