د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د زده کړو د اوونۍ په مناسبت په یو بیان کې ويلي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر وړاندې د زده کړو د بندیز دوام د دغه هېواد راتلونکی د تیارې لورې ته بیایي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي، په افغانستان کې یې نارینه او ښځینه وو ته د یو شان زده کړو د حق ورکړې باندې ټینګار کړی دی.
یاد سفارت دغه راز له افغان وګړو غوښتنه کړې چې د بې تبعیضه زده کړو لپاره دې سره یو موټی شي.
د امریکا د سفارت د اړیکو عمومي مسوول مریو کریفو په یو ویډیو پیغام کې چې د سفارت پر اېکسپاڼه خپره شوې چې د طالبانو لخوا به د نجونو د زده کړو په اړه د محدودیتونو دوام دا هېواد یوې تیارې راتلونکۍ سره مخ کړي.
هغه زیاته کړې، که ښځو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي نو په نږدې وختونو کې به په افغانستان کې د طب، انیجنرۍ، کرنې او نورو برخو کې ښځینه متخصصې کمې شي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ښځو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته زده کړې د امر ثاني پورې بندې کړې خو د درېیو کلونو په تېرېدو هم د دغه ثاني امر وخت نه دی را رسېدلی.