خبرونهسیمهنړۍ

کرمه کې د وسله وال برید له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۴۵ ته پورته شو

راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د کورمې ایجنسۍ په سیمه کې پر مسافر وړونکو موټرو د وسله والو برید له امله د وژل شويو کسانو شمېر تر ۴۵ او ټپيانو شمېر ۲۰ تنو ته پورته شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر په اسلام اباد کې يو رسنيز کنفرانس ته د خبرو پرمهال وويل، چې دغه پېښه يو ترهګريز برید دی چې د وژل شويو کسانو شمېر يې ۴۵ تنو ته پورته شو او ټپيان يې تر اوسه روغتونونو ته ۲۰ کسان انتقال شوي دي.

ځايي امنيتي چارواکو رسنيو ته ويلي، چې پرون تر غرمې وروسته د کوزې کرمې په مندوري سيمه کې وسله والو دوه ځايه د مسافرو پر موټريزو کاروانونو ډزې کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې دغه مرګ ژوبله اړولې ده.

په وژل شويو کې يو شمېر شیعه مذهبي هم په نښه شوي دي.