خبرونهنړۍ

سپینه ماڼۍ: د جزا نړیوالې محمکې هغه پرېکړه غندو چې د اسرایلو لومړي وزیر او دفاع وزیر د نیولو په اړه شوې

متحده ایالاتو د نړیوالې جزایي محمکې هغه حکم وغنده چې د اسرایلو لومړي وزیر او د دفاع پخواني وزیر د نیولو په اړه ورکړل شوی.

نړیوالې جزايي محکمې پرون حکم کړی، چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د دفاع پخواني وزیر یوآف ګالانت او د حماس ډلې د پوځي قوماندان محمد ضیف دې ونیول شي.

پر دغو دواړو کسانو په غزه کې د بې ګناه فلسطيني ملکي وګړو د وژلو او دغه راز له تېر يوه کال راهېسې په ظالمانه ډول د غزې د قلعه بند ساتلو له امله دا حکم شوی دی.

سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، متحده ‌ایالتونه د اسراییل د صدراعظم او د دفاع د پخواني وزیر د نیولو د حکم لپاره نړیوالې جزايي محکمې پرېکړه غندي.