په میدان وردک ولایت کې د يو سوداګر په ۳۰۰ زره ډالر پانګونه باندې د مکرونيو د تولید يوه کارخانه جوړه شوه.
د دغې فابریکې مالک عبدالحلیم سروري وايي چې ياده کارخانه به د ورځې له ۶ تر ۷ ټنو پوررې مکروني تولیدوي او موخه يې هم د بهرنيو تولیداتو مخه نيول دي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال په دغه فابریکه ۳۰۰زره ډالر لګښت راغلی چې راتلونکي کې به ورته لا پراختيا ورکړل شي.
دی وايي، په دغه کارخانه کې په مسقتيم ډول اوسمهال تر شلو پورې کسان په کار مصروف شوي او راتلونکي کې به دا شمېر لا زیات شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم په میدان وردګو ولایت کې د قلمونو د بسته بندۍ کارخونه د یو میلیون ډالرو په ارزښت پرانېستل شوه.