خبرونهسیمهنړۍ

کرمه کې د شعیه او سني په نوم نښتې؛ ۷۵ کسان وژل شوي او ۸۰ ټپيان دي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په کرمه سیمه کې د شعیه او سني په نوم د رامنځته شوي شخړې پرمهال د تاوتریخوالي له امله په تېرو درېيو ورځو کې ۷۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ټپيان دي.

دا جګړه درې ورځې وړاندې د موټرو پر کاروان باندې تر وسله وال برید وروسته پېښه شوه. د ناڅرګندو وسله والو په دغو ډزو کې هم شاوخوا ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

تر ياد وسله وال برید وروسته په کرمه کې د شعیه او سني مذهبي ډلو لخوا تاوتريخجنې مظاهرې او کړکېچونه رامنځته شول چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر چیک پاینټونو سربېره هټيو، سوداګریزو ځايونو، کورونو او بازارونونو ته اورونه واچول شول.

د پاکستان د پښتو ژبې تلویزيوني شبکه خیبر نيوز وايي چې په دغو نښتو کې تر اوسه ۷۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ټپيان دي.

پرون يو شمېر دولتي چارواکو او د خیبر پښتونخوا د ولايتي شورا غړو هڅه وکړه چې د هیلکوپټر له لارې سيمې ته ورشي چې د دواړو غاړو ترمنځ روغه جوړه وکړي خو هلته د قومي خلکو له خوا پر الوتکه ډزې وشوې او هغوی بېرته پېښور ته پر تګ مجبور شول.