د روسیې د امنيت شورا سرمنشي کابل ته په خپل سفر کې د طالبانو له يو شمېر چارواکو سره لیدلي او پر دوه اړخیزو مهمو موضوعاتو يې خبرې کړې دي.
د روسیې د امنيت شورا د سرمنشي سرګي شوېګو په مشرۍ د د غه هېواد يو پلاوی چې په کې د لومړي وزیر مرستیال الکسي آویرچوک، د ملي امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وینیدیکتوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په کابل کې د روسیې سفیر او ځينې نور مسوولین ګډون لري پرون کابل ته راغلی دی.
د معلوماتو له مخې ، ياد پلاوي لومړی د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولي عبدالکبیر، تر هغې وروسته د رياست ولوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، او د طالبانو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سرپرستانو ملا یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني سره د هغوی په کاري دفترونو کې لیدلي دي.
په دغو ناستو کې د دوه اړخیزو همکاريو د پراختيا، شاهنګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړيتوب، له تور لېست څخه د طالبانو د ویستلو او ځينو نورو مسايلو په تړاو خبرې اترې کړې دی.