افغانستانخبرونه

يو پاکستانی ملا د کابل پوهنتون له استادانو او محصلينو د عقيدې ازموينه اخلي

رسنیو له کابل پوهنتون څخه دغه مکتوب او اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي د طالبانو امر بالمعروف ملايان د کابل پوهنتون استادانو، زده کوونکو او کارکوونکو څخه د عقيدې ازموينه اخلي او هغوی ته اخطار ورکړل شوی، چې که د دوی درسي حلقو ته حاضر نشي نو له دندو څخه به منفک شي.

د معلوماتو له مخې، د کابل پوهنتون استادانو څخه د عقيدې ازموينې اخيستو لپاره د امر بالمعروف لخوا د ټاکل شويو ملايانو مشري د صلاح الدين ايوبي په نوم يو پاکستانی ملا کوي، چې د «پيشاور سرحد يونيورسټي» يا د پيښور سرحدي پوهنتون فارغ دی.

د کابل پوهنتون له استادانو څخه د عقيدې ازموينې اخيستو لپاره د ټاکل شوي مهالوېش له مخې په مياشت کې دوو پوهنځيو ته نوبت رسېږي، چې محصلين، کارکوونکي او استادان ټول په دې ورځ په ازموينه کې په برخې اخيستو مکلف دي.

په کابل پوهنتون کې دننه د چينايانو لخوا جوړ شوی علمي ايديتوريم اوس په مدرسې بدل شوی دی.

پاکستاني صلاح الدين ايوبي د کابل پوهنتون استادانو، محصلينو او کارکوونکو ته ګواښ کړی، چې په عقيدوي درسي حلقو کې شرکت التزامي دی او د ټولو حاضري به بايوميټريک کېږي، چې سرغړونکي به له دندو منفک او د بې اطاعتۍ په تور زندان ته واچول شي.

د کابل پوهنتون يو محصل د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته وويل، په کومه ورځ چې د عقيدوي درسونو لپاره چينايي تالار ته د کومو پوهنځيو د ورتلو نوبت وي، نو په هغه ورځ ټول پوهنځی رخصت وي او درسونه پکې معطل وي: «له محصلینو څخه ځيرک موبایلونه په دې بهانه ټولیږي، چې درس ته ښه متوجه شي!»