افغانستانخبرونه

د م.م. د کډوالو عالي کمېشنري: د بنديزونو له امله په افغان مېرمنو کې رواني ناروغۍ زياتې شوې دي

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو او نورو ناخوالو له کبله د افغان مېرمنو رواني ناروغۍ زیاتې شوۍ دي.

“یواین‌ایچ‌سي‌آر” وايي، د افغانستان او نورو هېوادونو څه باندې شپېته میلیون ښځې او نجونې چې له خپلو مېنو څخه په جبري ډول بېځایه شوي، د جنسیټ پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې ګواښونو سره مخامخ دي.

د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” ویاندې شابیا مانټو Shabia Mantoo پرون په ژنیو کې د څرګندونو پر مهال یادونه وکړه چې په افغانستان کې ښځې د دې ناخوالو له کبله له رواني ناروغیو سره لاس ګرېوان دي.

مېرمن مانټو وویل، د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی په نړۍ کې له بشري حقونو د سرغړونو ترټولو پراخه بڼه ده.

هغې خبرداری ورکړ چې دا ګواښ د هغو نجونو او ښځو لپاره لا زیات دی چې په ټولنو کې یې جګړې روانې دي او یا دوی له خپلو کورونو وتلو ته مجبوره شوې وي.

مېرمن مانټو په ځانګړې ډول د افغانستان یادونه وکړه چې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو له کبله ښځې او نجونې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي: “په افغانستان کې پر ښځو او نجونو زیاتېدونکي محدودیتونه، د کورني تشدد پراخه کچه او په ټوله کې مخ په خرابېدو اقتصادي وضعیت، د رواني ناروغیو بحران پراخ کړی دی. د یواین‌ایچ‌سي‌آر همکارې موسسې د هغو ناروغانو د شمېر د زیاتېدو خبره کوي چې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.”