د طالبانو امر بالمعروف وزارت د جزا نړيوالې محکمې ته په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض قضيې راجع کېدو ته په غبرګون کې ويلي، دا په افغانستان کې ښځو ته زموږ له خدمت څخه انکار دی.
د طالبانو دغه وزارت وايي، دا کار زموږ له هغه خدمت څخه انکار دی، چې په افغانستان کې مو د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره ترسره کړی دی.
د ياد وزارت لپاره طالب وياند سيف الاسلام خېبر ويلي: «دا ډول بې بنسټه راپورونه ښيي، چې دوی پخپلو ادعاوو کې صادق نه دي. دوی بايد د افغانستان په حقايقو سترګې پټې نه کړي.»
شپږو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د حقونو نقض قضيه د جزا نړيوالې محکمې ته راجع کړې او يادې محکمې هم ويلي، چې په دې اړه يې پلټنې او کار روان کړی، چې ژر به خپله پرېکړه اعلان کړي.