افغانستانخبرونه

طالبانو په خوست کې ۵ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې به خوست کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته په بېلابېلو تورونو سزاوې ورکړې دي.

یادې محکمې یکشنبه د لیندۍ پر ۱۱مه په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان یې د زنا او درې نور یې د «لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د اعلامیې له مخې، دوه تورن له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو او درې نور بیا په څلور کاله بند محکوم شوي دي.

تېره اوونۍ په دغه ولایت کې دوه نور کسان هم د اخلاقي فساد په تور په درو وهل شوي وو.

د بشري حقونو فعالینو پرلپسې د طالبانو دغه ډول سزاوې د انساني کرامت توهین بللی او د درولو غوښتنه یې کوي.