دغه دوه افغانان د اصفهان او ايزد په زندانونو کې اعدام شوي یو يې د غزني ولايت او بل يې د هرات اوسېدونکي ول.
د غزني د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکی نېک محمد د پنجشنبې په ورځ د ايراني عسکرو لخوا اعدام شوی.
د نوموړي کورنۍ رسنيو ته د دغې پېښې د تائيد ترڅنګ وويل، نیک محمد د اصفهان ښار په يو زندان کې اعدام شوی، خو دا چې په کوم جرم اعدام شوی په اړه يې جزييات ور نه کړل.
بل ۱۸ کلن افغان ځوان د هرات ولايت د «نوده» سيمې اوسېدونکی اسماعيل بارکزی نومېده چې په ايران کې د وژنې په يوه تور اعدام شوی دی.
سرچینو رسنیو ته ویلي چې د دغه افغان د اعدام حکم پنجشنبه د لیندۍ پر ۸مه د ایران په یزد زندان کې پلی شوی دی.
په دې ورستیو کې په ايران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ چټکه شوې ده. د ايران د بشري حقونو ادارې «حال وش» ويلي چې يوازې په تېرو ۱۱ مياشتو کې ۵۶ افغانان په ايران کې اعدام شوي دي.
شنونکي د دغو اعدامونو په اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چوپتيا اختيارول انديښمن کړي. حتا تېره مياشت د ايران خلاف پر رسنيو او ټولنيزو شبکو د غږ اوچتولو په تور په کابل کې د پوهنتون استاد جاويد مومند نيول شوی و چې له یوې مياشتې شکنجې وروسته خوشې شو.