افغانستانخبرونهسیمه

په کونړ کې د پاکستاني طالبانو يو مهم قومندان د مېلمستيا پر مهال تُرور شوی

راپورونه وایي، د پاکستاني طالبانو يو مهم قومندان شاهد عمر باجوړی په کونړ کې له خپلو دریو ملګرو سره يو ځای ترور شوی دی.

هغه له خپلو دریو ملګرو طارق، خاکسار او عدنان سره يو ځای غرمې ډوډۍ ته دعوت شوی و او هلته څلور واړه تر بريد لاندي راغلي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه (سه شنبه،۱۳د لېندۍ) د اسعداباد چغه سرای سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د افغان طالبانو یوه پخواني غړي د ټي‌ټي‌پي غړو ته په خپل کور کې میلمستیا کړې برابره کړې وه، چې کوربه طالب پر پاکستاني طالبانو ډزې کړي او د ټي ټي پي د لوړپوړی قوماندان شاهد عمر باجوړی په ګډون یې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټيپان کړي دي.

د سرچینې په خبره یاد کس له سیمې تښتیدلی خو دوی یې د نیولو هڅې ګړندۍ کړي دي.

تراوسه د دې برید مسولیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې کونړ کې پر پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي او یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د یاد غورځنګ څلور غړي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

له دې یو کال وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د یو وسله وال برید پرمهال د پاکستاني طالبانو شپږ غړي د یوې میلمستیا پرمهال وژل شوي وو.

قومندان شاهد عمر باجوړی د پاکستاني طالبانو تحریک د بنسټګر مولوي فقير محمد وراره و