افغانستانخبرونه

په کابل کې د امربالمعروف یو چارواکی له ۴ ملګرو سره یو ځای په یوه برید کې وژل شوی

د افغانستان د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو یوه مخالفه ډله وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې لږترلږه پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دې ډلې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو چارواکی مولوي مبشر هم شامل دی.

د شوې ادعا له مخې، دا طالبان پرون ماښام هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو یې د امر بالمعروف وزارت د موټرو پر کاروان برید وکړ.

د آزادۍ جبهه وايي چې دا طالبان د خیرخانې مېنې د ۱۰۲ بستریز روغتون پر لور روان وو، څو له هغه ځایه د نرسنګ او قابله‌ګۍ د برخې زده‌کوونکې نجونې وباسي.

دې ډلې یوه ویډیو هم خپره کړې چې په وینا یې د عملیاتو جریان ښيي.

طالبانو تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.