ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په چیک پواینټ کې لومړی پر چلوونکي ګوزارونه وکړل او د چلوونکي له غبرګون وروسته یې پرې مرمۍ وچلولې.
د پکتيا د ځاځي اریوب ولسوالۍ د خيرمنې کلني اوسېدونکی رووف ځاځی پرون مازيګر د طالب استخباراتو لخوا د کابل په کارته نو کې په يو چيک پواينټ کې ويشتل شوی دی.
د نوموړي يو کليوال رسنیو ته وويل، رووف ځاځي د کابل – پکتيا ترمنځ ليني موټر چلوه او طالبانو له جنجال وروسته ويشتلی او وژلی دی.
شنونکي وايي چې د طالبانو له واکمنۍ سره په هېواد کې د دغه ډلې د غړو له خوا خپلسرۍ او له خلکو سره سخت چلند تر بل هر وخت زیات شوی چې له امله یې په تېره یوه میاشت کې دا څوومه خونړۍ پېښه ده چې رامنځته کېږي.