د کندوز امنیه قومنداني مسوولين وايي چې دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې پولیسو یو کس د خپل پلار د وژنې په تور نیولی دی.
د امنیه قومنداني ویاند جمعهالدین خاکسار وايي، دغه کس له لفظي شخړې وروسته خپل پلار د توپانچې په وسیله وژلی او له سیمې تښتېدلی و.
د نوموړي په وینا، امنیتي او کشفي ځواکونو یاد کس د کندوز ښار اړوند سیمه کې نیولی دی.
د امنیه قومنداني ویاند جمعهالدین خاکسار زیاته کړه چې له لومړنیو څېړنو وروسته به د نیول شوي کس دوسیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.