په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت تر سقوط وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر محمد قاضي الجلالي په يو تازه بیان کې ويلي چې هېواد کې وضعيت تر کنټرول لاندې دی او سوریه يو نوي سياسي پړاو ته داخل شوه.
نوموړي زياته کړې چې د وسله والو عملیات کوونکو له قوماندان سره يې خبرې شوي او ورڅخه يې غوښتنه کړې چې د دولتي بنسټونو حفاظت ته بايد لومړيتوب ورکړل شي.
هغه زیاته کړې: «اکثریت د کابينې وزیران په دمشق کې دي.»
هغه دغه راز خپلو خلکو ته په خطاب کې وويل چې په هېواد کې يو نوی سياسي پړاو پيل شو.
د سوریې لومړي زياته کړې چې د بشار الاسد د ځای او له هېواد څخه د وتلو د وخت په اړه معلومات نه لري خو ورسره وروستۍ خبرې يې پرون مازیګر کړې دي.
د تحریر الشام په مشرۍ وسله والو ډلو چې له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهېسې يې د بشار الاسد د حکومت پر ضد جګړه پيل کړه، نن سهار د سوریې پلازمېنې دمشق ته ننوتل او د بشار الاسد نظام يې سقوط کړ.