راپورونه وايي، فراه ولایت کې يوې مېرمنې له خپل لېور څخه (تناسلي اله) غوڅه کړې چې ښځه په فراه کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ له لورې نيول شوې ده.
سرچینې وايي، دغه پېښه پرون د فراه ولايت د خاک سفېد ولسوالۍ په رنج کلي کې رامنځته شوې ده.
په فراه کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مبارزې اداره وايي چې قرباني شوی شخص د درملنې لپاره روغتون ته لېږل شوی او مېرمن د پوليسو له لورې نيول شوې ده.
سرچینې زياتوي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغې مېرمنې ولې له خپل لېوره څخه ذکر (تناسلي اله) پرې کړې خو څېړنې ترې روانې دي.