خبرونهنړۍ

روسیي رسنۍ: بشار الاسد له خپلې کورنۍ سره مسکو ته رسېدلې

د روسیې سپوتنېک خبري اژانس خبر ورکړ چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار الاسد په خوندي توګه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
دغې شبکې په مسکو کې د یوې باوري سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د روسیې حکومت په بېړني ډول بشار الاسد ته بشر دوستانه پناه ورکړې ده.
سرچينې زياته کړه، روسي چارواکي د سوريې د وسله والو مخالفينو له استازو سره په تماس کې دي چې “مشرانو يې په سوريه کې د روسيې د پوځي اډو او ډيپلوماتيکو ماموريتونو د خونديتوب ضمانت کړى دى.” مسکو هیله لري چې د سوریې د خلکو د ګټو د ساتلو او د روسیې او سوریې ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره سیاسي خبرو اترو ته دوام ورکړي.