افغانستانخبرونه

جرمن مېشتو افغانانو د طالبانو لخوا د نجونو پر مخ د زده کړو د بنديز په غبرګون کې لاريون وکړ

په جرمني کې مېشتو يو شمېر افغانانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په فرانکفورت ښار کې د طالبانو لخوا د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون لاریون وکړ.

د دغه لاریون ګډونوال تېره شپه په فرانکفورت ښار کې راټول شوي وو او له طالبانو يې غوښتل چې نجونو ته بېرته د ښوونځيو، پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو دروازې خلاصې کړي.

په دغو لاريونوالو کې چې ښځې، ځوانان او ماشومان موجود وو، له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر طالبانو د دغه کار له امله فشار وارد کړي.

طالبانو تېره اونۍ په يو تازه بندیز کې د روغتيايي علومو نیمه لوړو زده کړو موسسو ته د نجونو په ورتګ بندیز لګولی دی.