افغانستانخبرونه

سراج الدین حقاني یو ځل بیا پر خپل مشر غیر مستقیمې نیوکې وکړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني که څه هم د خپل مشر ملا هیبت الله نوم یې نه دی اخېستی خو یو ځل بیا یې د هغه له لوري د واک پر انحصار او زورواکۍ حکومت باندې نیوکې کړې دي.
حقاني چې پرون یې د کابل په ارغندۍ کې د دستار بندۍ یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې اسلام داسې دین نه دی چې لومړی خلکو ته بښنه وکړي او بیا ورته د تېرو کړنو پیغورونه ورکړي.
ده ملا هیبت الله ته په اشاروي ډول ویلي د واک داسې انحصارول چې څه ته وغواړې او هغه عملي کړې او بیا وايې که څوک یې مني ودې مني او که څوک یې نه مني اسمان نه راغورځېږي، ناسمه کړنه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر نجونې په روغتیایي برخه کې له نیمه لوړو زده کړو هم منع کړې چې دغې چارې د طالبانو په لیکو کې خپل منځي اختلافات هم ډېر کړي دي.