د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګونو لویه لاره د ټولو لویو مسافروړونکو وسایطو لپاره د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې تړل شوې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، تېرو څو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې اورښت او توفان جریان لري بلې خوا د ياد مسير فرعي لاره د واورې او کنګل له امله د زیاتې ترافیکي ګڼې ګوڼې وړتیا نه لري؛ نو په همدې اساس د هيوادوالو د ځان او مال د ساتنې او زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي په موخه، د سالنګونو لویه لاره د لویو مسافروړونکو وسایطو (۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مرسډیز، فلانکوچ، تونس، لوی نظامي وسایط او نورو هر ډول بار وړونکو وسایطو) پرمخ د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې وتړل شوه.
خو کوچني تیز رفتاره مسافر وړونکي وسایط کولای شي د يادې لویې لارې په فرعي مسير له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.