د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو چارو وزارت وایې، چې د سالنګ لویه لاره یې تر راتلوونکو پنځلس ورځو پورې د هر ډول لویو مسافروړونکو پر مخ تړلې ده.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي چې، د سالنګ لویه لاره د مسافرو د ځان او مال د ساتنې او ټرافیکي پېښو څخه د مخنيوي په موخه د مرغومي میاشتې تر څلورمې نېټې پورې د ۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مارسېډیز، پلانکوچ، ټونس، غټو نظامي او نورو موټرو پر مخ تړلې ده.
د هغه په خبره پر یاده لاره د مسافرو هغه واړه موټر چې ګړندی تګ کوي، کولای شي له دوه طرفه فرعي لارې کار واخلي.
نوموړي دغه راز پر یاده لاره له تلوونکو مسافرو په ټینګار سره غوښتي چې، د سالنګ پر لویې لارې تلو پر مهال ژمنۍ جامې او وسایل ولري، چاینونه دې وتړي او لازم تېل او مبلایل دې هم له ځان سره یوسي.
دغه وزارت تیرکال هم ددغې لارې د جوړولو په خاطر د څو اونیو لپاره دا لار د موټرو د تګ راتګ پرمخ ټړلې وه.
د سالنګ لویه لاره د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د مسافروړونکو موټرو سربېره هره ورځ پر دې لاره له توکو بار لسګونه لوی موټر هم تګراتګ کوي.