د طالبانو د قطر د دفتر وياند سهیل شاهین وايي چې امریکا د دوحې تړون پرېکړو باندې عمل نه دی کړی او هغه شان چې ورسره ژمنه شوې وه، دغه ډله له تور لېست نه ده بهر شوې.
سهیل شاهین له طلوع نيوز سره په مرکه کې ويلي چې امریکا نه يوازې دا چې دوی يې له تور لېست بهر نکړل بلکې پر دوی يې لا بندیزونه زیات کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغه هوکړهلیک کې ټاکل شوې وه چې، په درې میاشتو کې د طالبانو نوم له تور نوملړه لېرې کړل شي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ ګام نهدی پورته شوی.