د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت پر سوریه باندې د اسرائيلي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بریدونو ته په غبرګون کې دا کړنه غندلې او دا يې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ياده کړې ده.
اسرائیلي ځواکونو وروسته له هغې چې په سوریه کې د بشار الاسد نظام ړنګ شو، پر سوریه باندې هوايي او ځممکني بریدونه پیل کړي چې د تازه رپوټونو له مخې، اسرائیلي پوځيان د دمشق تر ۲۵ کیلومټرۍ رسېدلي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي: «د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په خپلواکه خاوره د صهیونیستي رژیم پرله پسې بمبارۍ په کلکو ټکو غندي او دغه پېښې د سوریې د آزادۍ او استقلال څرګند نقض بولي.»