افغانستانخبرونه

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ټرافیکي کې د ۷ کسانو مرګ ژوبله

د لغمان محلي چارواکي خبر ورکوي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د يوې ټرافيکي پېښې له امله یو کس مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قومندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزی وایې، چې دغه پېښه نن(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ) ماښام ۶:۰۰ د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د لغمان اړوند«عزیز خان کڅ»سیمه کې د ټوډي او الټو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

 هغه زياته کړه په دغه پېښه کې یو الټو چلوونکی مړ شوی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ټپيانو روغتيايي حالت  ډاډمن ښودل شوی او د درملنې لپاره د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره ټرافیکي پېښې زیاتې شوي او لامل هم د سړک تنګوالی، د پاکستان لاس موټرو ته د اسنادو ورکړه، د موټرچلوونکو بې‌احتياطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی.