افغانستانخبرونه

کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني په ګډون ۹ کسان وژل شوی

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب الله غفران تائید کړه چې، د کډوالو او بیرته را ستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني نن(چهارشنبه،۲۱د لېندۍ) کابل کې په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

نوموړي د حقاني د وژل کېدو له تائید سربېره له خبریالانو او رسنیو په ټینګار سره غوښتي چې، د نوموړي له نوم سره دې د وژنې پر ځای د شهادت کلیمه وکاروي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند د یادې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو په سیمه کې یوې بلې باوري سرچینې ویلي، چې په ننۍ چاودنه کې د کډوالو چارو وزیر او د هغه د ساتونکو په ګډون ۹ کسان وژل او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چاودنه داسې مهال شوې چې حقاني د ماسپښين لمانځه لپاره د وزارت په داخل کې یو مسجد ته روان و، چې د چاودنې ښکار شو.

په ورته مهال یوې بلې سرچینې ویلي چې، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو پر وزیر چاودنه نه بلکې ځانمرګی برید شوی چې پرمهال یې د هغه په ګډون ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 خلیل رحمن حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

د یادې پېښې مسولیت چا منلی دی خو له دې وړاندې په کابل کې د ځینو پېښو مسولیت داعش ډلې منلی و.