د خلیل الرحمان حقاني وژنه، د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو نوی او خونړی پړاو!!!
لیکوال: رازمل زمان
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني نن په کابل کې د خپل وزارت په انګړ کې په یوه چاودنه کې ووژل سو. دا پېښه د طالبانو د داخلي شخړو او واک پر سر د سیالیو یوه نوې نښه ګڼل کېدای سي. د دې وژنې په احتمالي اغېزو او د طالبانو د واکمنۍ په بېثباتۍ باندې ژور تحلیل وړاندیز کوي چې د دې ډلې د شخړو نوی پړاو د وینې توییدو احتمال لا زیاتوي.
خلیل الرحمان حقاني د طالبانو د حکومت له لوړو پوړو چارواکو څخه و او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کاکا ګڼل کېده. هغه د طالبانو په عملیاتو کې د حقاني شبکې د کلیدي رول یوه مهمه نښه وه. د امریکا د خزانې وزارت هغه په ۲۰۱۱ کال کې د نړیوال ترهګر په توګه نومولی و او د هغه د نیولو لپاره یې پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی و. د هغه وژنه د طالبانو لپاره یوه ستره سیاسي او عملي ضربه ګڼل کېږي.
خلیل الرحمان حقاني په داسې حال کې وژل کېږي چې د طالبانو د مشرانو تر منځ د واک پر سر شخړې په زیاتېدو دي او تازه په کابل کې د یوې دیني مدرسې د فراغت غونډې پر مهال ملا هبت الله ته د نژدې کس ملا ندا محمد ندیم چې دا مهال د لوړو زده کړو وزیر دی او د سراج الدین حقاني چې دا مهال د کورنیو چارو وزیر دی یو پر بل سختې نیوکې کړي. په تېرو څو اونیو کې د سراج الدین حقاني او ملا هبت الله تر منځ تاوتریخوالی د یوې ښکاره سیالۍ بڼه خپله کړې. د حقاني د وژنې احتمالاً د دې دواړو ډلو تر منځ د غچ اخیستنې او د خپلو ملاتړو د بسیج هڅې پراخې کړي.
دا پېښه نه یوازې داخلي بېثباتۍ ته وده ورکوي، بلکې ممکن د بهرنیو استخباراتو یا نورو ځواکمنو لوبغاړو د نفوذ لپاره هم فرصت برابر کړي.
د دې پېښې تر شا د بهرنیو لاسوهنو احتمال هم نه سي ردېدای. ډېر باور دا کېدای سي، چې د طالبانو خپلمنځي اختلافاتو ته لمن وهل او د دې شخړو د اوږدولو هڅه کولای سي هغو هېوادونو ته ګټه ورسوي چې د افغانستان په جګړه کې خپلې اوږدمهاله ګټې لري. د طالبانو پر کړنو څارونکي اوس د دې وژنې سیاسي او ستراتیژیکې اغېزې څېړي.
د خلیل الرحمان حقاني وژنه ښيي چې طالبان د داخلي شخړو او بهرني فشار تر اغېز لاندې دي. د دې ډلې د متحد ساتلو لپاره هڅې ممکن ناکامې شي، او دا بېاتفاقي به د طالبانو د واکمنۍ پر پایداري مستقیم اغېز وکړي. د خلیل الرحمان حقاني وژنه ممکن د طالبانو دننه د زیاتې بېثباتۍ او تاوتریخوالي لامل سي، چې دا به د افغانستان لپاره د لا زیاتې بېثباتۍ پیغام ولري.