د طالبانو تر واک لاندې د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هیواد په نهه ولایتونو کې د یوولس خصوصي تحصیلي موسسو د جوازونو د لغوه کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت څخه نن(پنجشنبه،۲۲ د لېندۍ) په خپره شوې خبرپاڼې ویل شوي چې، په غزني کې یې د سلطان محمود غزنوي، په فراه کې د ابونصر، په بادغیس کې د حنظله او حکمت، په تخار کې د فجرستان، په کندز کې د نمر، په بغلان کې د رویان او قدس، په بلخ کې د سادات، په سمنګان کې د مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث خصوصي تحصیلي موسسو جوازونه لغوه کړې دي.
په خبرپاڼه کې د یادو تحصیلي موسسو د تړل کېدو لامل خیالي استادانو، محصلان، د تعلیمي-اداري اصولو نه رعایت او د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او قوانینو سرغړونې یادې شوې دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز په ټینګار سره ویل شوي چې د یادو موسسو مسوولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته هم معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په کابل او ولايتونو کې د شاوخوا ٤٠ خصوصي پوهنتونونه او لوړو زده کړو موسسو ځيني پوهنځي او څانګې له جواز پرته په غير قانوني ډول فعاليت کوي.