افغانستانخبرونه

امریکا د خلیل حقاني مرګ ته؛ مو له وړاندې ويلي وو چې افغانستان کې داعش لوی ګواښ دی

د امریکا د ملي امنیت شورا د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني مرګ ته په غبرګون کې ويلي چې دوی له وړاندې په افغانستان کې د داعش د موجودیت او ګواښ په اړه معلومات درلودل.

د امنیت شورا ویاند جان کربي پرون په يو خبري کنفرانس کې ويلي چې متحده ایالتونو په افغانستان کې د داعش د ګواښ په اړه اندېښنه درلوده، ځکه خو يې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته له بهر څخه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره امکانات برابر کړي او چمتوالی يې نيولی دی.

کربي زیاته کړې: “موږ له وړاندې معلومات درلودل چې داعش افغانستان کې ګواښ دی موږ چې له افغانستان څخه بهر شوي يو، دا امکانات مو برابر کړي چې په افغانستان کې ترهګري ځپلی شو او اوس مو دا امکانات او تجهیزات لا زیات کړي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهار شنبې په ورځ په کابل کې د يو ځانمرګي برید له امله د طالبانو د حقاني شبکې مهم غړی او د دغې ډلې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني او د هغه څو پلويان ووژل شول. د دغه برید مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.