افغانستانخبرونه

طالبانو په پکتیکا کې یو کس په دُرو وهلی

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې وایې، چې د پکتیکا ولایت په چابران ولسوالۍ کې یې یو کس عام محضر کې په دُرو وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کس یې(دوشنبه،۲۶د لېندۍ)د غلا په تور ۲۵ دورې وهلی او دغه راز یې په یو کال او اووه میاشتو بند محکوم کړی دی.

 له دې دوه ورځې وړاندې طالبانو په سمنګان او کندز ولایتونو کې هم د یوې ښځې په ګډون شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي وو.

که څه هم د طالبانو دا ډول سزاوو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي خو طالبانو یې موخه په ټولنه کې اصلاحات رامنځته کول بللي دي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د سترې محکمې ویاند ویلي و، چې په تېره یوه میاشت کې یې نېږدې ۹۰ کسان د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو جرمونو په تور عام محضر کې مجازارت کړي دي.