خبرونهنړۍ

امریکايي او برتانوي ځواکونو پر یمن برید کړی.

د یمن د صنعا ښار له نورو برخو سربېره د دفاع وزارت په مقر کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

عربي رسنیو نن سهار خبرونه خپاره کړل چې پلازمېنه صنعا تر هوايي برید لاندې راغلې.
 
المیادین رسنۍ د خپل خبریال له خولې خبر ورکړی چې نن سهار د صنعا ښار درنو چاودنو ولړزاوه. د المیادین د خبریال په وینا د دغو هوايي بریدونو هدف د صنعا په العرضي سیمه کې د دفاع وزارت مقام و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ “سنټکام” د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې دوی له برتانوي ځواکونو سره یوځای د انصارالله ډلې پر تاسیساتو هوايي بریدونه کړي.

روسي رسنۍ اسپوتنیک هم ویلي چې امریکايي او روسي الوتکو یمن تر هوايی بریدونو لاندې نیولی.

د عربي رسنیو په حواله د پلازمېنې صنعا څو نورې برخې هم بمبار شوي دي خو د بريد د تلفاتو په اړه تر اوسه يوه اړخ هم دقيق معلومات نه دي خپاره کړي.